IQNA

د تایلینډ اسلامی بانک د  وړیا حج  لپاره قره کشی  وکړه 

15:56 - December 13, 2021
د خبر لمبر: 3485112
تهران (ایکنا) – دتایلنډ  اسلامی بانک  چې  ددغه  هیواد د مسلمانانو  یو خوښ  او فعال بانک دی ، د ۲۰۲۱کال  د وړیا حج ګټونکو کسانو لیسټ اعلان کړ .

ایکناخبری آژانس راپور راکړ ،  د تایلنډ اسلامی بانک  (iBank) د وړیا حج د پيکج د ډالۍ کولو لپاره  د قره کشۍ   دستورې ترسره کړې .دغه بانک  د هغو ښه چانش لرونکو ګاهکانو لپاره  چې په ۲۰۲۱کال کې  په ؛ الحاج ؛ اکاؤنټ یا بانکي حساب کې پیسې جمع کوي ، اته جایزې ټاکلي چې هره جایزه ئې دوه لکه شل زره بات (د تایلینډکرنسي)  ده او په ټول کې یو میلیون اوه لکه شپیته زره بات  بیل کړي دي  او قره کشي  هم د بانک دمدیریّت او سلاکارانو په څارنې سره ترسره شوه .

په تایلینډ کې دایران د کلتوري سلایار د خبرو په اساس ،په دغو دستورو کې د  صوبې د ادارط  نمایندګانو او نورو چارواکو هم  د تایلینډ  د اسلامی بانک په مرکزي دفتر کې  ددغې قرعه کشي  په دشتورو کې شتون درلود.

تایلینډ د تایلنډ د پاچائۍ په رسمي نامې سره  چې پخوانۍ نامه ئې سیام وه ،په جنوب ختیځې آسیا کې  واقع د هند و چین په ټاپو وزمې کې یو هیواد دی . تایلنډ  له شمال لویدیځ او  لویدیځ څخه له میانمار ، له شمال ختیځ او  ختیځ څخه  له لائوس ، له جنوب ختیځ څخه له کمبوډیا او  له جنوب څخه  له ملایشیا سره ګاونډی هیواد دی . د تایلینډ دمسلمانانو دقیقې شمیرنې نشته ، خو ځيني سرچینې وائي چې په تایلینډ کې مسلمانان د درست آبادۍ له شپږو تر پنځلسو فی صدو پورې نفوس جوړوي.

https://iqna.ir/fa/news/4020470

captcha